Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

قطر؛ له افغانستان د بشري مرستو په ترسره کېدو ټينګار کړی دی.
۱۲ حوت ۱۴۰۳

قطر؛ له افغانستان د بشري مرستو په ترسره کېدو ټينګار کړی دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې د افغانستان د وضعیت د ښه کېدو لپاره پر سولې او پایېدونکي پرمختګ ټينګار کړی دی. په دغې اعلامیه کې راغلي، چې قطر په خبرو کې د بشري حقونو د مسئلې د شاملولو او د سولې په بهیر کې د ښځو پر مشارکت ټینګار کوي. په اعلامیه کې همدارنګه راغلي، چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو ادارې دریم سکرتر مشعل المنصوري د سویس په جنیوا کې له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان لپاره د بشري مرستو د پراختیا لپاره مالي او تخنیکي سرچینې برابرې کړي. هغه د دې سربېره، د افغانانو د کړاوونو د کمښت لپاره د قطر پر بشري مرستو هم ټينګار کړی دی. په قطر کې د سرپرست حکومت سفیر د قطر د بشري مرستو د دوام تر څنګ ویلي، چې پراختیایي پروګرامونه او بشري مرستې د افغانستان د ثبات او د بې‌وزلۍ د کمښت لپاره مهم رول لري.

مطالب

قطر
افغانستان

دا خبر نورو سره شریک کړئ