Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د امریکا دفاع وزیر: پاناما کانال به له چین راوګرځوو.
۲۰ حمل ۱۴۰۴

د امریکا دفاع وزیر: پاناما کانال به له چین راوګرځوو.

د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګسټ پاناما ته د خپل سفر پرمهال ویلي چې د پاناما کانال به له چین بېرته وګرځوي.

نوموړي د پاناما له چارواکو تر لیدنې وروسته ژمنه کړې چې د یاد هېواد امنیتي ځواکونو سره همکاري پراخه او ټينګار یې وکړ چې د پاناما کانال کې به د چین د نفوذ مخه ونیسي.

د امریکا دفاع وزیر زیاته کړې چې چین غواړي د سوداګرو په مرسته دغه کانال د جاسوسۍ لپاره وکاروي، خو په وینا یې، دوی به یې مخه ونیسي.

پېټ هېګسټ پاناما ښار کې د امریکا له لوري د جوړ شوي یوه بندر پرانېستې مراسمو ته وویل: «موږ به په ګډه د چین له نفوذ پاناما کانال بېرته راوګرځوو. چین دا کانال نه‌دی جوړ کړی. چین دا کانال نه‌چلوي او چین به دا کانال پر وسلو سمبال نه‌کړي. د پاناما په مشري او یوځای به موږ د ټولو هېوادونو لپاره کانال خوندي او د لاسرسي وړ کړو.»

د امریکا له سوداګریزو توکو بار ۴۰سلنه کانټېنرونه د پاناما کانال له لارې تېرېږي چې کلنۍ ارزښت یې، ۲۷۰ میلیارډ ډالر دی.

پېټ هېګسټ په څو لسیزو کې د امریکا لومړی دفاع وزیر او لوړپوړی چارواکی دی چې پاناما هېواد ته سفر کوي.

مطالب

د امریکا دفاع وزیر
پاناما کانال به
له چین راوګرځوو

دا خبر نورو سره شریک کړئ