Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د پنبې تولید زیاتوالی؛ کروندګر: د هېواد بازارونو کې د پنبې بیه راټيټه شوې.
۲۲ دلو ۱۴۰۳

د پنبې تولید زیاتوالی؛ کروندګر: د هېواد بازارونو کې د پنبې بیه راټيټه شوې.

یوشمېر کروندګر وايي چې د هېواد بازارونو کې د مالوچو «پنبې» د بیو ټيټېدو اندېښمن کړي او کومې پیسې چې د پنبې د پلور له لارې ترلاسه کوي، د کورنیو اړتیاووې یې نه‌شي پوره کولی.

د کندهار د مالوچو کروندګرو سلطان  وايي چې پخوا به یو من پنبه ۵۰۰ افغانۍ وه، خو اوس یې، بیه ۲۵۰ افغانیو ته راښکته شوې. «پنبه به مو کرله او ډېرې ناروغۍ به وې، د حاصل پرمهالب به یې، په ټیټه بیا راڅخه غوښتله، پخوا ۵۰۰ افغانۍ وه، خو اوس ۲۵۰ افغانۍ ته ښکته شوې چې ګټه نه‌لري.»

هلمند کې د مالوچو کروندګرو شېرزمان په دې اړه سلام‌ونطدار ته وویل: «موږ پنبه کرو چې د کښت پرمهال له افتونو سره هم مخ کېږي او درملنه یې، ګران بیه تمامېږي او بازار کې یې، بیه هم ټیټه شوې.»


د احصاییې او معالوماتو ادارې مسوولان وايي، روان لمریز کال د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې څه باندې ۱۵زره مټریک ټنه پنبه تولید شوې چې د تېرکال په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

د دغې ادارې ویاند محمد حلیم رافع  وایی: « سږکال په ۱۵ ولایتونو کې ۱۵۹۰۰۰ میټریک ټنه پنبه تولید شوې ده. د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د روان لمریز کال په اوږدو کې د پنبې تولید د تېرکال په پرتله ۳۰ سلنه زیات شوی دی. هلمند د ۸۰۰۰۰ میټریک ټنو تولید سره په لومړي ځای کې دی، بلخ د ۳۴۰۰۰ میټریک ټنو څخه ډیر تولید سره په دوهم ځای کې دی، کندهار د ۱۱۰۰۰ میټریک ټنو تولید سره په دریم ځای کې دی، او له دې دریو ولایتونو وروسته، جوزجان او ننګرهار د هیواد د پنبې ډیره برخه تولید کړې ده.»

د مسوولانو په وینا، سږ کال د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې پر ۱۰۵ هکتاره ځمکه پنبه کرل شوې چې د تېر کال په پرتله د دغه محصول د کښت سطحه ۱۲ سلنه زیاته شوې.

د احصاییې او معلوماتو د ملي ادارې د شمېرو پر اساس، تېر کال د ۲۷۳ میلیون ډالرو په ارزښت پنبه او پنبه‌دانه له هېواده بهر صادره شوې ده.

مطالب

د پنبې تولید زیاتوالی
کروندګر:
د پنبې بیه راټيټه شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ

د پنبې تولید زیاتوالی؛ کروندګر: د هېواد بازارونو کې د پنبې بیه راټيټه شوې.