Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

نتن‌یاهو: که تر شنبې بندیان خوشې نشي، غزه کې بیا جګړه پیلوو.
۲۴ دلو ۱۴۰۳

نتن‌یاهو: که تر شنبې بندیان خوشې نشي، غزه کې بیا جګړه پیلوو.

د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتن‌یاهو وايي، که تر راتلونکې شنبې د حماس له‌خوا ټول برمته شوي، خوشې نه‌شي، یادې ډلې سره به اوربند لغوه کړي او غزه کې به له سره جګړه پیل کړي.

حماس اعلان کړی، درې برمته شوي چې ټاکل شوې وه، شنبه، خوشې شي، له دې امله یې، ازادېدل ځنډوي چې اسراییلو پر اوربند کړې ژمنتیا ماته کړې.

نتن‌یاهو د حماس دې پرېکړې په غبرګون کې ویلي: «هغه پرېکړه چې ما په کابینه کې په متفقه توګه تصویب کړه دا ده: که حماس زموږ یرغمل شوي کسان د شنبې تر ماسپښین پورې بېرته راستانه نه‌کړي، اوربند به پای ته ورسیږي او د اسراییلو پوځ به تر هغه وخته پورې سختې جګړې ته راستون شي، څو چې حماس بالاخره مات شي.»

د رسنیو د راپورونو له مخې، نتن‌یاهو خپل پوځ ته امر کړی چې د غزې شاوخوا سیمو کې خپل ډېر شمېر پوځ ځای پر ځای کړي.

تېره ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم له حماس ورته غوښتنه کړې وه او ویلي وو، که بندیان خوشې نه‌شي، د ده په ټکو جهنم به رامنځته شي.

مطالب

نتن‌یاهو
که تر شنبې بندیان
خوشې نشي،
غزه کې بیا جګړه پیلوو

دا خبر نورو سره شریک کړئ