Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

تېرو دوو کلونو کې ۳.۵ میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي.
۲ سرطان ۱۴۰۴

تېرو دوو کلونو کې ۳.۵ میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي.



د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ «یوان‌اچ‌سي‌ار» نن دوشنبه د یوې خبري غونډې په ترڅ کې د کډوالو نړیواله ورځ ولمانځله.

افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ مسوولان په وروستیو کلونو کې له ګاونډیو هېوادونو د راستنیدونکو افغانانو د شمیر زیاتوالي په اړه اندیښنه څرګندوي او خبرداری ورکوي چې اړتیاوې ورځ تر بلې زیاتیږي؛ خو د راستنو شویو کسانو د ملاتړ لپاره بودیجه کافي نه ده.

افغانستان کې د یاد سازمان رییس عرفات جمال وايي، د ۲۰۲۳ کال له پیل راهیسې نږدې ۳.۵ میلیونه افغانان له ګاونډیو هېوادونو هېواد ته راستانه شوي.

نوموړي یادې غونډې ته وویل: «د ۲۰۲۳ کال له پیل راهیسې نږدې ۳.۵ میلیونه افغانان له ګاونډیو هېوادونو بېرته افغانستان ته راستانه شوي؛ خو ټول راستنیدونکي پخپله خوښه نه؛ بلکې ډیری یې په نامناسبو شرایطو کې راستانه کړل شوي او ډیری دغو کسانو ته ان د خپلو کورونو د توکو راټولولو فرصت هم نه‌دی ورکړل شوی.»

د هغه په وینا، د سرپناه، کاري فرصتونو او د ښځو لپاره د تعلیمي او مسلکي فرصتونو نه‌شتون د راستنیدونکو ترټولو مهمو ستونزو څخه دي.

ښاغلی جمال زیاتوي چې د راستنیدونکو په شمېر کې د زیاتوالي ترڅنګ، د متحده ایالاتو د مرستو کمښت د دغه سازمان له‌خوا په بېلابېلو سکټورونو کې زیانمنو ټولنو سره د مرستو پر کچې منفي اغېز کړی.

افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ مشر ټینګار کوي چې د منظم او سم مدیریت لپاره بیرته ستنیدل باید په داوطلبانه، سیسټماټیک او په خوندي شرایطو کې نړیوالو معیارونو سره سم ترسره شي.

« په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو بهیر چټک شوی. بیا یو ځای کیدل یوازې یوه لوژسټیکي ننګونه نه ده؛ بلکې یوه اوږدمهاله ژمنه ده چې دوامداره ملاتړ، پانګونې او سیاسي ارادې ته اړتیا لري؛ په دې ورځ موږ د نړیوالې د همغږۍ غوښتنه کوو. افغان راستنېدونکي باید هېر نه‌شي. د دوی بېرته راستنیدل باید د یوه نوي ژوند پیل وي، نه د سختیو دوام.»

د یاد سازمان د چارواکو په وینا، دامهال ۷۰ سلنه افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او د راستنېدونکو په شمېر کې زیاتوالي دغه اړتیاوې او ننګونې نورې هم زیاتې کړې دي.

دوی زیاتوي چې د بېرته راستانه شویو اړتیاوو او ننګونو ته د رسېدنې لپاره له مرستندویه سازمانونو سره د نړیوالو هڅو همغږي‌کول په بیړني ډول اړین دي.

مطالب

تېرو دوو کلونو کې
۳.۵ میلیون افغانان
هېواد ته راستانه شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ