Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ترافیکي پېښې؛ میدان وردګ او پنجشېر کې ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
۲۲ جوزا ۱۴۰۴

ترافیکي پېښې؛ میدان وردګ او پنجشېر کې ۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ميدان وردګو ولایت ځایي امیني مسوولینو خبر ورکړی، چې د کابل – کندهار پر لویه لار د یاد ولایت د نرخ ولسوالۍ په بادام سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند یوسف اسرار رسنیو ته ویلي، چې دا ترافیکي پېښه د یوه کرولا ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې، چې په پایله کې د یوې ښځې او ماشوم په ګډون ۲ تنه مړه او درې نور ټپيان شوي دي. 

ورته مهال د پنجشېر د امنیې قومندانۍ ویاند بیا رسنیو ته ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې په دغه ولایت کې د ۹ بېلابېلو ترافیکي پېښو له کبله ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

مطالب

ترافیکي پېښې؛ میدان وردګ او پنجشېر کې
۱۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

دا خبر نورو سره شریک کړئ