Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ننګرهار کې سېلابونه؛ دوه کسان مړه او ۲۸۰ کورونه له‌منځه تللي.
۱۵ سرطان ۱۴۰۴

ننګرهار کې سېلابونه؛ دوه کسان مړه او ۲۸۰ کورونه له‌منځه تللي.

ننګرهار کې چارواکي وايي چې نن «یکشنبه، چنګاښ ۱۵مه» د سېلابونو راوتلو له امله دوه کسان مړه شوي او ۲۸۰ کورونه له‌منځه تللي دي.

ننګرهار د رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې سېلابونه په ګوشتې، لعل‌پورې، نازیانو، مومندرې او ښېوې ولسوالي کې راوتلي دي.

د خبرپاڼې له مخې، د نننیو سختو بارانونو له امله دوه ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۸۰ هستوګنیز کورونه هم نړېدلې دي.

ننګرهار د رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې شاوخوا ۵۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه هم له‌منځه تللې ده.

په مړو شویو ماشومانو کې یوه د نازیانو ولسوالي او بله بیا د ښېوې ولسوالي اوسېدونکې وې چې د سیلابونو له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

له دې وړاندې هم د هېواد په نورو ولایتونو کې سېلابونو د مرګ‌ژوبلې ترڅنګ، خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اړولې دي.

مطالب

ننګرهار کې سېلابونه
دوه کسان مړه
او ۲۸۰ کورونه له‌منځه تللي

دا خبر نورو سره شریک کړئ