لوګر کې د « تېرې کوتل» د واورې اورښت له امله تړل شوی.
لوګر ولایت ټولګټو چارو ریاست مسؤولین وایي چې د کابل-ګردیز لویه لاره د مرکز پل علم اړوند په «تېرې کوتل» سیمه کې د زیاتې واورې اورښت او برف کوچ له امله د ټرافیکو پرمخ تړل شوې ده.
د دغه ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسؤولین « دغې لوې لارې په اوږدو کې ۲ کېلومټره په اوږدوالي او ۴ متره په سور یو لوی برف کوچ راغلی ده او لوې لاره په بشپړه توګه تړل شوې ده، زموږ هڅې پيل شوې او ژر تر ژره به دغه لویه لاره د ټرافیکو پرمخ پرانېستل شي.»
هېره دې نه چې د سالنګ لویه لاره هم د زیاتې واورې اورښت او توفان له امله تړل شوې ده.