Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د پاکستان له بند خونو ۹۱ نور افغانان خوشې شول.
۱۳ دلو ۱۴۰۳

د پاکستان له بند خونو ۹۱ نور افغانان خوشې شول.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې په پاکستان کې د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور ۹۱ تنه نیول شوي افغان بندیان خوشې او په تېرو دوو ورځو کې هېواد ته راستانه شوي دي. دغه وزارت زیاته کړې، چې یاد کسان له ۲ تر ۲۷ ورځو پورې په بند کې وو، چې د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې پاکستان کې د پولیسو له لوري، د افغان کډوالو نیول زیات شوي او دا لړۍ لا روانه ده.

مطالب

د پاکستان
له بند خونو
نور افغانان
خوشې شول

دا خبر نورو سره شریک کړئ