Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

حماس د بندیانو خوشې‌کولو بهیر ځنډولی؛ ټرمپ: جهنم به رامنځته شي.
۲۳ دلو ۱۴۰۳

حماس د بندیانو خوشې‌کولو بهیر ځنډولی؛ ټرمپ: جهنم به رامنځته شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فلسطین حماس ډلې څخه غوښتنه کړې چې تر شنبې ټول برمته شوي کسان ازاد کړي.

ټرمپ دوشنبه، فبرورۍ لسمه ویلي، که حماس دا کار ونه‌کړي د اسراییلو-حماس ترمنځ اوربند به لغوه او اجازه به ورکړي چې د ده په ټکو «جهنم به پیل شي.»

ټرمپ وویل: «ترهغه ځایه چې زه اندېښمن یم، که ټول یرغمل شوي کسان د شنبې تر ۱۲ بجو پورې بېرته راستانه نشي، زه فکر کوم چې دا مناسب وخت دی. زه به ووایم، لغوه کړئ او ټول شرطونه مات کړئ او پرېږدئ چې دوزخ پیل شي. زه غواړم ووایم چې دوی باید د شنبې په ورځ د ۱۲ بجو پورې بېرته راستانه شي.»

ټرمپ زیاته کړه چې غواړي یرغمل شوي کسان په ډله‌ییزه توګه خوشې شي، نه دا چې په یوه وخت کې څو کسان ازاد شي.

ټرمپ همداراز پر اردن او مصر د مرستو بندېدو ته هم اشاره وکړه چې په وینا یې، که دغه هېوادونه فلسطیني کډوال ونه‌مني، ښايي مرستې پرې بندې شي.

بل‌خوا الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی چې حماس د برمته شویو د خوشې کولو راتلونکی پړاو تر نامعلومې نېټې ځنډولی دی.


په راپور کې ویل شوي چې حماس پر اسراییلو تور پورې کړی چې له اوربند یې، سرغړونه کړې او د فلسطینیانو د وژنې دوام ترڅنګ، د مرستو مخه یې، هم نیولې.

مطالب

حماس د بندیانو
خوشې‌کولو بهیر ځنډولی
ټرمپ: جهنم به رامنځته شي

دا خبر نورو سره شریک کړئ