Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې شاوخوا ۸ ټنه نشه‌يي توکي وسوځول شول.
۳۱ ثور ۱۴۰۴

لوګر کې شاوخوا ۸ ټنه نشه‌يي توکي وسوځول شول.

دغه نشه یي مواد، د لوګر ولایت له بېلابېلو سیمو څخه د امنیې قوماندانۍ منسوبینو  په هلو ترلاسه شوي و، چې نن د اړوندو ادارو د استازو په شتون کې وسوځول شول.

د لوګر امنیې قوماندانۍ ویاند، مولوي احمدالله انس، وايي چې دا نشه‌ يي توکي د تېر حکومت او همداراز د اسلامي امارت له راتګ څخه تر دې دمه د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې راټول شوي وو.

ښاغلي انس زیاته کړه، چې د امیرالمؤمنین د فرمان له صدور وروسته، د نشه‌يي توکو پر وړاندې پراخ عملیات پیل کړي، چې په ترڅ کې یې د نشه یي موادو د کښت او قاچاق مخنیوی شوی او لسګونه کسان یې پرتړاو نیولي دي.

ورته مهال د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر، حافظ عبدالقیوم کاروان، وویل: چې شاوخوا تېرو دریو کلونو موده کې یې سلګونه روږدي کسان راټول کړي او د درملنې لپاره یې روغتیايي مرکزونو ته لېږلي، ۱۷۷ تنه د نشه موادو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي او دغه راز یې په همدې اړوند ۱۴۴ دوسیې، عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي دي.

د یادونې وړ ده، چې په دغه نشه یي موادو کې هیروئین، تریاک، چرس، شیشه ، تابلیټ کا ګولۍ، اومان، مورفین، تیزاب بي۲۰، تیزاب اسید، د چرسو بوټي او بنګ دانه شامل وو.

مطالب

لوګر کې شاوخوا
۸ ټنه نشه‌يي توکي وسوځول شول

دا خبر نورو سره شریک کړئ