د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال صدراعظم
عثماني په مشرۍ، پاکستان او ازبکستان ته د افغانستان کرنیزو محصولاتو د
صادراتو په ترانزیټي ستونزو حل په موخه غونډه شوې. په دې غونډه کې د کرنیزو
محصولاتو پر اهمیت، د سرتفیکټونو د صادرولو اصولو، ګمرکي تعرفو، ترانزیټي
ستونزو او د صادراتو د اسنادو پر سموالي او بشپړتیا ټینګار شوی. دغهراز
اړوندو ادارو ته سپارښتنه شوې، چې د شته ستونزو د حل لپاره قانوني او بیړني
اقدامات وکړي.