Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ای ایم ایف: د پاکستان اقتصادي وده کمه شوې ده.
۳ ثور ۱۴۰۴

ای ایم ایف: د پاکستان اقتصادي وده کمه شوې ده.

د پیسو نړۍوال صندوق (ای ‌ایم ایف) خبر داری ورکړی، چې د پاکستان اقتصادي وده کمه شوې ده او ښایي دغه وده یوازې ۲.۶سلنه وي.

 ای‌اېم‌اېف ویلي، چې د سوداګریزو ترینګلتیاوو زیاتوالی به د نړۍوالې اقتصادي ودې مخه ونیسي. 

یاد صندوق د سې شنبې په ورځ د امریکا، چین او ډېری هېوادونو د اقتصادي ودې وړاندوینې راکمې کړي او علت یې د امریکا له‌خوا لګول شوي تعرفې وبللې، چې اوس د تېرو سلو کلونو په پرتله تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي. 

دا نوې ارزونه چې د ای‌اېم‌اېف له‌خوا د “نړۍوال اقتصادي لید” تر نوم لاندې خپره شوې، یوازې لس ورځې وروسته له هغه چمتو شوې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نږدې ټولو سوداګریزو شریکانو پر صادراتو عمومي تعرفې اعلان کړې او د ډېرو هېوادونو لپاره یې د لا لوړو تعرفو اعلان هم وکړ.

که څه هم دا لوړې تعرفې لا تر اوسه ځنډول شوې دي، خو د پاکستان پر صادراتو به شاوخوا ۲۹سلنه تعرفه وضع شي.

مطالب

ای ایم ایف
د پاکستان اقتصادي
وده کمه شوې ده

دا خبر نورو سره شریک کړئ