Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

له کندهاره د حج کوونکو د لېږد لړۍ پيل شوه.
۲۲ ثور ۱۴۰۴

له کندهاره د حج کوونکو د لېږد لړۍ پيل شوه.

د کندهار له احمدشاه بابا هوايي ډګر څخه سعودي عربستان ته د زون په کچه د حج‌کوونکو کسانو د لېږد لړۍ پیل شوه.

 په لومړۍ الوتنه کې تېره شپه ۳۴۶ تنه سعودي عربستان ته ولېږدول شول. په دې اړه تېره شپه ناوخته په احمدشاه بابا هوايي ډګر کې مراسم جوړ شوي وو چې ګڼ شمېر چارواکو پکې کډون کړی وو.

 مسوولینو د زون په کچه ټولو حاجیانو ته ډاډ ورکړ، چي دوی ته به د تګ راتګ پرمهال پوره اسانتیاوي برابرې کړي.

مطالب

له کندهاره د حج کوونکو
د لېږد لړۍ پيل شوه

دا خبر نورو سره شریک کړئ