Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د «رمضان جام» په نوم د سوک‌وهنې سیالي پای ته ورسېدې.
۵ حوت ۱۴۰۳

لوګر کې د «رمضان جام» په نوم د سوک‌وهنې سیالي پای ته ورسېدې.

د لوګر بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم کې د سوک‌وهنې فدراسیون له لوري د «رمضان» جام په نوم د سوک‌وهنې یوه ورځنۍ سیالي پای ته ورسېدې.

د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت امر انجنیر مزمل نعیم زي رسنیو ته وویل، دغه سیالۍ د ولایت په کچه د ۵۴ غوره لوبغاړو ترمنځ جوړې شوې وې.

نعیم‌زي زیاته کړه، د یادو سیالیو له جوړیدو څخه یې موخه په دغه ولایت کې د سوک وهنې ورزش ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ غوره اړیکې رامنځته کول او د ولایت په کچه د غوره لوبغاړو پېژندل وو.

د ده په وینا، د یادو سیالیو لومړی مقام د ناک ډاون بوکسینګ کلب، دوهم مقام باتورانو کلب او درېم مقام شاهین کلب خپل کړ.

د جوړو شویو سیالیوی یوه لوبغاړي احمدجان  وویل، خوښ ده چې د ولایت په کچه د لسګونه غوره ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې یوه ورځينۍ سیالۍ تر سره شوې.

نوموری ټینګار کوي چې د سوک وهنې عمومي فدراسیون دې د لوګر ولایت په ګډون د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ورزشکارانو ظرفیت لوړولو لپاره ورته سیالیو جوړیدو ته دوام ورکړي.

هیره دې نه وي چې له دې وړاندې هم د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ولایت په کچه د ۳۰ غوره لوبډلو ترمنځ د والېبال ژمنۍ سیالۍ ترسره شوي.

مطالب

لوګر کې د «رمضان جام» په نوم
د سوک‌وهنې سیالي پای ته ورسېدې

دا خبر نورو سره شریک کړئ