Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

تاجکستان، قرغزستان او ازبکستان د پولو ټاکلو تړون لاسلیک کړ.
۱۲ حمل ۱۴۰۴

تاجکستان، قرغزستان او ازبکستان د پولو ټاکلو تړون لاسلیک کړ.

د تاجکستان، قرغزستان او ازبکستان د ولسمشرانو ترمنځ د تاجکستان په خجند ښار کې د درېواړه هېوادونو تر منځ د پولو ټاکلو تړون لاسلیک کړ.

 د راپور له مخې، د دغو هېوادونو ترمنځ د پولو د نه روښانتیا له امله دوه لسیزې لانجې د وسله والو نښتو لامل هم شوې وې. 

خبر زیاتوي، چې د درېيو هېوادونو تر منځ د اړيکو د عمده ستونزو د حل په رڼا کې، د دولتونو مشرانو د تلپاتې دوستۍ ګډه اعلامیه لاسليک کړه او د درې اړخيزه همکاريو د پراختيا ژمنه یې کړې ده.

مطالب

تاجکستان، قرغزستان او ازبکستان
د پولو ټاکلو تړون لاسلیک کړ

دا خبر نورو سره شریک کړئ