Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د جرمني او افغانستان د سوداګرۍ خونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه شوې.
۲۱ ثور ۱۴۰۴

د جرمني او افغانستان د سوداګرۍ خونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه شوې.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسولین وایي، چې د جرمني د سوداګرۍ له خونې سره یې د همکارۍ هوکړه لاسلیک کړې ده.

 د سرچینې د مالوماتو له مخې د دې هوکړې پر بنسټ به د جرمني سوداګر په افغان نندارتونونو کې او دغه راز افغان سوداګر به د جرمني په نندارتونو کې ګډون کولای شي. 

د اقتصادي چارو شنونکي په دې باور دي، چې د نړۍ له هېوادونو سره ستراتیژیکې اقتصادي اړیکې د افغانستان په اقتصادي او سوداګریزه وده کې د پام وړ مرسته کولای شي. 

د افغان-جرمن سوداګرۍ خونه په ۱۳۹۸ کال کې جوړه شوه، خو د سیاسي پرمختګونو له امله یې په افغانستان کې خپل فعالیتونه وځنډول. د یادې خونې مسوولین وايي، چې ډېر ژر به په افغانستان کې خپل فعالیتونه بیا د پخوا په څېر پیل کړي.

مطالب

د جرمني او افغانستان د سوداګرۍ
خونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ