Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د کورنیو چارو وزارت یو پلاوی ایران ته لاړ.
۶ حوت ۱۴۰۳

د کورنیو چارو وزارت یو پلاوی ایران ته لاړ.



د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت ویلي، د دغه وزارت له مخدره توکو سره د مبارزې مرستیال عبدالحق همکار په مشرۍ یو پلاوی ایران ته تللی.

دغه وزارت نن (دوشنبه، د کب۶) پر اېکسپاڼه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه سفر د ایران په رسمي بلنه ترسره شوی دی.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې «د کورنیو چارو وزارت له مخدره توکو سره د مبارزې مرستیال عبدالحق اخند همکار په مشرۍ یوه پلاوي، نن مخکې له غرمې د ایران په رسمي بلنه هغه هېواد ته سفر کړی دی.»

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه پلاوي د سفر موخه «له مخدره توکو سره د مبارزې په برخه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو زیاتولو په تړاو بحث او خبرې» دي.

د یادونې ده چې ایراني چارواکو په وار وار له افغانستانه هغه هېواد ته د مخدره توکو د قاچاق په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

مطالب

د کورنیو چارو وزارت
یو پلاوی ایران ته لاړ

دا خبر نورو سره شریک کړئ