Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

نیوزیلنډ له پاکستانه د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ هم وګټله.
۱۳ حمل ۱۴۰۴

نیوزیلنډ له پاکستانه د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ هم وګټله.

د نیوزیلنډ کرکټ ملي لوبډلې په خپل کوربه‌توب د درېوو یو ورځنیو سیالیو په دویمه لوبه کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه. 

نیوزیلنډ په یاده لوبه کې پاکستان ته د ۸۴ منډو په توپیر ماته ورکړه او ورسره یې، د درېوو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ هم وګټله.

 نیوزیلنډ دې لوبلړۍ کې ۲-۰ مخکې دی. پاکستان له دې وړاندې د پنځو شل اووره سیالیو لوبلړۍ هم ۴-۱ نیوزیلنډ ته بایللې وه.

 نیوزیلنډ په یاده لوبه کې پاکستان ته د ۲۹۳ منډو هدف ورکړی و چې پاکستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۲۰۸ منډې وکړې.

مطالب

نیوزیلنډ له پاکستانه
د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ هم وګټله

دا خبر نورو سره شریک کړئ