Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

جوزجان کې د ګازو څاه‌ګانو کیندنه؛ د ۸ میلیون ډالرو هوکړه لاسلیک شوه.
۱۱ جوزا ۱۴۰۴

جوزجان کې د ګازو څاه‌ګانو کیندنه؛ د ۸ میلیون ډالرو هوکړه لاسلیک شوه.



د کانونو او پترولیم وزارت د جوزجان د یتیم تاق سیمې د ګازو دریو څاګانو د کیندنې تړون لاسلیک کړ.

د دغه وزارت ویاند همايون افغان ویلي چې د کانونو وزارت سرپرست هدایت الله بدري تېره ورځ (شننبه، جوزا ١٠مه) د جوزجان د یتیم تاق سیمې د ګازو د دریو څاګانو د کیندنې تړون د ٨ میلیون ډالرو په ارزښت د ترکي شرکت سفیر سونداج سره لاسلیک کړ.

یاد شرکت به یو کال کې د دریو څاګانو د کیندنې چارې بشپړوي چې د یادو څاګانو د چارو له بشپړېدو وروسته به، یوه شپه او ورځ کې ١٠٠ زره متر مکعب ګاز استخراج شي.

د یادونې وړ ده چې د یادو څاګانو په کیندلو سره به هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شي او ترڅنګ به یې، د ګازو له پلوه د خلکو اړتیاوې هم تر يوې اندازې پوره شي.

مطالب

جوزجان کې
د ګازو څاه‌ګانو کیندنه
د ۸ میلیون ډالرو
هوکړه لاسلیک شوه

دا خبر نورو سره شریک کړئ