Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د پکتیا زرمت کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سيالي پای ته ورسېدې.
۲۴ حمل ۱۴۰۴

د پکتیا زرمت کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د کرېکټ سيالي پای ته ورسېدې.



د پکتيا د کرېکټ بورډ امریت مسوولان وايي چې په زرمت ولسوالي کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د کرېکټ اختريز جام سيالی پای ته ورسېدې.

يادې سيالي د «زرملوال چيمپينزټرافي» تر سرليک لاندې جوړې شوې وې. په دغو سياليو کې د پکتيا مرکز ګردېز، بېلابېلو ولسواليو او کلبونو لوبډلو ګډون کړی وو.

د پکتيا د کرېکټ بورډ امر بخت محمد زرملوال وويل چې يادې لوبې د تېرو پنځه کلونو راهيسې د اختر شپو او ورځو کې د کرېکټ بورډ امريت سره په همغږۍ د سيمې د ځوانانو په شخصي هڅو ترسره کېږي.

هغه دغه‌راز وويل چې د کليوال کرېکټ د ودې او پراختيا لپاره يادې لوبې مهمې دي. د يادو لوبو يوه تنظيموونکي امان‌الله الهام وويل چې د دې لوبو له جوړېدو موخه د ځوانانو ترمنځ د يووالي او کرېکټ لوبې ته وده ورکول دي.

نوموړي زیاته کړه چې دغو لوبو شاوخوا لس ورځې وخت ونيو چې پای‌لوبه يې پرون مازديګر وشوه. په ورته وخت د يادو لوبو يوشمېر لوبغالي هم د يادو سياليو په جوړېدو خوښي څرګندوي.

لوبغاړي نجيب ځدراڼ وويل چې دا ډول لوبې کولی شي چې ښه لوبغاړي پکې و روزل شي، څو ملي او نورو لوبډلو ته لاره پيدا کړي. هغه غوښتنه وکړه چې ورته سيالي دې دې نورې هم ورته برابرې شي.

مطالب

د پکتیا زرمت کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ
د کرېکټ سيالي پای ته ورسېدې

دا خبر نورو سره شریک کړئ