Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کونړ کې د کور چت لوېدو له امله درې ماشومان مړه شوي.
۲۱ حمل ۱۴۰۴

کونړ کې د کور چت لوېدو له امله درې ماشومان مړه شوي.



د کونړ محلي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د یوه کور چت لوېدو له امله درې ماشومان مړه شوي او بل ټپي دی.

پېښه بېګاه شپه شااوخوا دوه بجې د کونړ د چپې درې په ولسوالي کې د باران ورېدو له امله رامنځته شوې ده.

د کونړ د چپې درې ولسوالي د ولسوال مولوي حبیب‌الله زبیر د معلوماتو له مخې، بېګاه شپه د دغې ولسوالي د ګلسلک په سوري غاړې کلي کې د باران له امله د یوه کور د کوټې چت رالوېدیل چې له امله یې درې ماشومان  مړه او یو بل ټپي دی.

د ولسوال په وینا، د پېښې ځای ته مرستندویه ډله رسېدلې او ټپي شوې ماشومه یې، د چپې درې ولسوالي روغتون ته رسولې او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

د هېواد په یوشمېر سیمو د درنو اورښتونو له امله وخت ناوخت ورته پېښې رامنځته کېږي چې تر ډېره ښځې او ماشومان په‌کې خپل ژوند له لاسه ورکوي او یا هم ټپیانېږي.

مطالب

کونړ کې د کور چت لوېدو
له امله درې ماشومان مړه شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ