Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د غلام خان بندر له لارې ۴۵۰۰ ټنه وچه میوه بهر ته صادره شوې.
۲۷ دلو ۱۴۰۳

د غلام خان بندر له لارې ۴۵۰۰ ټنه وچه میوه بهر ته صادره شوې.

د خوست ولایتي مسوولین وايي، په روان لمریز کال کې د غلام خان بندر له لارې د څه باندې ۱۱ میلیونه ډالرو په ارزښت ۴۵۰۰ ټنه وچه میوه صادره شوې ده. د مسوولینو په خبره په دغه مقدار وچه میوه کې، جلغوزي، پسته او بادامو په شمول ۱۷ ډوله میوه شامله ده. ورته مهال په خوست کې ځینې سوداګر پر سوداګریزو توکو د تعرفو او مالیاتو لوړېدل او په ویزو اخیستو کې ځنډ جدي ستونزې یادوي. دوی وايي که ستونزو ته یې رسېدنه وشي سوداګري به لا زیاته وغوړیږي. ورته مهال بیا سیمه ییز مسوولین وايي، سوداګرو ته به اړینې اسانتیاوې برابرې کړې.

مطالب

د غلام خان بندر له لارې
۴۵۰۰ ټنه وچه میوه
بهر ته صادره شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ