Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پر غزې د اسراییل تازه بریدونو کې ۷۸ کسان وژل شوي.
۲۸ ثور ۱۴۰۴

پر غزې د اسراییل تازه بریدونو کې ۷۸ کسان وژل شوي.



اسراییلي ځواکونو د غزې پر بېلابېلو سیمو بمبارۍ ته دوام ورکړی چې د نن یکشنبې سهار وختي بریدونو کې لږ تر لږه ۷۸ فلسطینیان وژل شوي دي.

د راپورونو پر اساس، ویل شوي چې دغو بریدونو کې ګڼ شمېر نور ټپیان شوي هم دي.

دا بریدونه په داسې حال کې زیات شوي چې اسراییل په غزه کې د نوي ځمکني برید لپاره چمتووالی نیسي او په قطر کې د حماس سره د اوربند خبرې بیا پیلوي.

د راپورونو پر بنسټ، د اسراییل له لوري د غزې کلابندۍ له پیل راهیسې شاوخوا نیم میلیون فلسطینیان له شدیدې لوږې سره مخ شوي دي.

اسراییل له څه باندې دوو میاشتو راهیسې غزې ته د خوړو، اوبو او نورو اړینو بشري مرستو د لېږد مخه نیولې او د غزې اوسېدونکي یې د مرګ له ګواښ سره مخ کړي دي.

د روغتیايي مسوولانو په وینا، غزه کې د نښتو او بریدونو پرمهال د وژل شویو شمېر له ۵۳زره او ۲۷۲ لوړ شوی او نژدې ۱۲۰ زره نور ټپیان دي.

مطالب

پر غزې د اسراییل تازه بریدونو کې
۷۸ کسان وژل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ