د میدان وردګ نرخ ولسوالۍ اړوند توکرک سیمه کې د اسماني تندر پریوتو له امله یو اته کلن ماشوم وژل شوی.
د دې ولایت پېښو په وړاندې مبارزې ریاست په رالیږلې خبر پاڼه کې ویلي چې نوموړې پېښه نن ورځ د توکرک سیمې اړوند په بایخانخیلو کلي کې رامنځ ته شوې.
همداشان د یو بل خبر له مخې د میدان وردګ سیداباد ولسوالۍ اړوند سیمو کې د شدیدو بارانونو امله سېلابونو راوتلي چې د فرعې لارو او پلچکونو په ګډون یي ګن شمیر کرهنیز حاصلات تخریب کړي.