Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

هلمند؛ سنګین ولسوالۍ کې د نهرسراج کانال د جوړېدو چارې پیل شوې.
۱۰ سرطان ۱۴۰۴

هلمند؛ سنګین ولسوالۍ کې د نهرسراج کانال د جوړېدو چارې پیل شوې.

د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د ابو او انرژي وزارت له لوري د څه باندې ۲۷۵ میلیونه افغانیو په لګښت د نهرسراج  کانال د جوړېدو چارې پیل شوې دي. 

د یادې پروژې پرانیستې مراسمو ته  د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست مولوي عبدالطیف منصور، د هلمند والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي، د علماوو شورا رییس مولوي محمداسماعیل او ګڼ‌شمېر نورو چارواکو او قومي مشرانو ګډون کړی وو. 

د یاد وزارت سرپرست عبدالطیف منصور  وویل: «دا د خوښۍ ځای دی چې زموږ ولسونو ته د کرنې په برخه کې ستر خدمت تر سره کېږي. 

هغه زیاته کړه، چې د دې کانال له لارې به  خلک د اوبو له اسانتیاوو برخمن شي او د کرنیزو حاصلاتو په زیاتوالي کې به ستر بدلون راشي.

مطالب

هلمند؛ سنګین ولسوالۍ کې
د نهرسراج کانال د جوړېدو چارې پیل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ