Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

جوزا میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۱۲زره مټریک ټنه انتقالات شوي.
۸ سرطان ۱۴۰۴

جوزا میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۱۲زره مټریک ټنه انتقالات شوي.



د روان کال تېره جوزا میاشت کې د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۱۲ زره او ۳۹۷ مټریک ټنه انتقالات شوي.

د ټولګټو چارو وزارت نن (یکشنبه، سرطان ۸مه) یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه توکي د حیرتان، آقینې، تورغونډۍ او خواف ـ هرات د رېل‌پټلۍ بندرونو له لارې وارد او صادر شوي دي.

له دې جملې ۲۴۲ زره او ۳۵۷ ټنه د حیرتان بندر، ۱۶ زره او ۷۶۰ ټنه د آقینې بندر، ۲۲ زره او ۲۶۱ ټنه د تورغونډۍ او ۳۱ زره او ۱۸ ټنه د خواف ـ هرات پټلۍ له لارې لېږدول شوي.

د ټولګټو وزارت زیاتوي چې د چارو لا پراختیا او ښه‌والي لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر او معیاري چوپړتیاوې وړاندې کړي.

د یاتېره ثور میاشت کې د حیرتان، اقینې، هرات ـ خواف او تورغونډۍ د اوسپنې پټلیو له لارې ۳۳۲زره او ۸۳۷ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي.

مطالب

جوزا میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې
۳۱۲زره مټریک ټنه انتقالات شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ