لوګر کې اته سوه ښوونکوته د ظرفیت لوړونې روزنه پیل شوه.
د لوګر پوهنې ریاست مسؤلین وایي، چې د ۲۸۷ بابه ښوونځیو، ۸۰۰ تنه ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې لنډ مهاله روزنیزو سیمینارونو لړۍ پیل شوه.
د لوګر پوهنې ریاست ویاند شاپور عرب زینت راډیو ته وویل؛ چې د ښوونکو د روزنې دا لړۍ د پوهنې وزارت یوې مرستندویې مؤسسې په همکاري پیل شوې ده، چې موخه یې د ښوونکو د علمي او مسلکي کچې او په ښوونځیو کې د زده کړو کیفیت لوړول دي.
نوموړی زیاتوي؛ چې یاد لنډ مهاله شپږ ورځني روزنیز سیمینارونه د ۲۸۷ ښوونځیو ۸۰۰ ښوونکو ته په څو پړاوونو کې ترتیب شوي، چې ګډونوال یې د ابتدائیه دورې(اصول صنفي) ښوونکي دي.
د یادونې وړده، چې د پوهنې وزارت په تېر یوه میاشت کې د لوګر د ۱۵۲ ښوونځیو ۲۲۷ مدیران او سرښوونکو ته هم روزنیز سیمینارونه وړاندې کړي دي.