فراه کې د غواګانو ۷۳ تولیدي فارمونه شتون لري.
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، چې په دغه
ولایت کې د غواګانو ۷۳ تولیدي فارمونه شتون لري او په ورځني ډول له هر فارم
څخه سلګونه کیلوګرامه شیدې راټولېږي. د یاد ریاست مسوولین وایي، چې د
خصوصي سکټور په برخه کې د غواګانو ۷۳ فارمونه ثبت دي او د غوښو او شیدو د
تولید په برخو کې فعالیت کوي چې شیدې او د غوښې یې په سیمه ییز بازار کې
پلورل کېږي. د سرچینې د مالوماتو له مخې په هر فارم کې له ۵ څخه تر ۷
پورېکسان هم په کار بوخت وي.