Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې په ۱۱ میلیونه افغانیو ۶۵ شنې‌خونې جوړېږي.
۱۲ سرطان ۱۴۰۴

لوګر کې په ۱۱ میلیونه افغانیو ۶۵ شنې‌خونې جوړېږي.

د لوګر د کرنې ریاست مسؤولین وایي چې د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) د دغه ولایت د مرکز پل‌علم په ګډون پنځو ولسوالیو کې ۶۵ شنې خونې جوړوي.
د لوګر  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د ملګروملتونو د پراختیایي پروګرام(UNDP) له لوري د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او څلور ولسوالیو کې ۶۵ شنې‌خونې جوړېږي.

د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست رییس مولوي شیراقا پیر حبیب الرحمن جوړې شوې یوې غونډې ته وویل، د مرکز پل علم او ۴ ولسوالیو بزګرانو ته د ۱۱ میلیونه افغانیو په مالي ارزښت د شنو خونو جوړیدو وسایل ووېشل شول.

نوموړي زیاته کړه، د یادو شنوخونو له جوړیدو سره به د لوګر بزګران وکولای شي چې په هر فصل کې تازه سبزي او محصولات بازار ته وړاندې کړي.

بل‌خوا د لوګر بزګران هم خوښ دي چې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام(UNDP) له لوري ورته شنې خونې جوړیږي، خو ټينګار کوي چې د یادو شنو خونو له جوړیدو وړاندې دې کرنې او مالدارۍ ریاست بزګرانو ته د شنو خونو د جوړیدو اوکارونې په اړه مسلکي پوهاوی ورکړي.

مطالب

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام
په لوګر کې ۶۵ شنې خونې جوړوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ