Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

تېرو ۲۴ ساعتونو کې له یمن پر اسراییلو ۳ توغندیز بریدونه شوي.
۲۴ ثور ۱۴۰۴

تېرو ۲۴ ساعتونو کې له یمن پر اسراییلو ۳ توغندیز بریدونه شوي.

د اسراییلو پوځ وايي چې له یمن څخه د دوی پر بېن‌ګوریون هوايي ډګر او نورو سیمو توغندیز بریدونه شوي دي.

ټایمز اوف اسراییل رسنۍ په یوه راپور کې ویلي چې دغه توغندی د اسراییلو پوځ له لوري شنډ شوی دی.

دغه توغندی وروسته له هغې د اسراییلو له لوري شنډېږي چې حوثیانو نن سهار یو بل توغندی هم د اسراییلو پر لوري وېشتلی و.

په دې توغندیز برید کې د ټپي‌کېدو او وژنې خبر نه‌دی ورکړل شوی.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، دا د ۲۴ ساعتونو پرمهال پر اسراییلو له یمن درېیم توغندی دی چې توغول کېږي.

د روان کال د مارچ له ۱۸مې راهیسې غزه کې د حماس پروړاندې د اسراییلو له بریدونو وروسته، حوثیانو پر اسراییلو ۳۳ بالېستیک او لس ډرون بریدونه کړي دي.

حوثیانو تر ډېره په دې بریدونو د بېن‌ګوریون هوايي ډګر او د اسراییلو مرکزي سیمې په نښه کړي دي.

حوثیان وايي، تر هغو به یې، پر اسراییلو بریدونه روان وي چې دوی په غزه کې د حماس پروړاندې روانه جګړه نه‌وي درولي.

مطالب

تېرو ۲۴ ساعتونو کې له یمن
پر اسراییلو ۳ توغندیز بریدونه شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ