Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کاپیسا کې یو کس د خپلې مېرمن په ګډون ۳ کسان وژلي.
۳۰ حمل ۱۴۰۴

کاپیسا کې یو کس د خپلې مېرمن په ګډون ۳ کسان وژلي.



د کاپیسا د امنیې قومنداني ویاند عبدالفتاح فائز نن شنبې رسنیو ته وویل، تېره ورځ د دغه ولایت د اله‌سای ولسوالي «بهادرخېل» سیمه کې یوه کس څلورو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.

د کفایت‌الله په نوم دغه ۵۲ کلن سړي خپله مېرمن او یو بل کس او د هغه کوچنی زوی په ډزو وژلي دي.

هغه وویل، تورن کس خپل هم ځان ټپي کړی او تښتېدلی وو چې وروسته بیا د امنیتي ځواکونو په هڅو ونیول شو.

نیول شوي کس لومړنیو څېړنو کې پر خپل جرم اعتراف کړی او ویلي، دغه کار یې د ناموسي موضوعاتو په دلیل ترسره کړی دی.

د امنیتي مسوولانو په وینا، نیول شوی کس به تر څېړنو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.

مطالب

کاپیسا کې یو کس
د خپلې مېرمن په ګډون
۳ کسان وژلي

دا خبر نورو سره شریک کړئ