Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

الکوزی: د پاکستان محدودیتونه به سوداګریزو چارو ته د پای ټکی کېږدي.
۱۳ حمل ۱۴۰۴

الکوزی: د پاکستان محدودیتونه به سوداګریزو چارو ته د پای ټکی کېږدي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، د پاکستان له لوري پر سوداګریزو چارو لګول شوي محدودیتونه به د دواړو هېوادونو تر منځ 

سوداګریزو چارو ته د پای ټکی کېږدي. 

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه یو ځل بیا له سوداګرۍ څخه د سیاست پر جلاوالي ټینګار کوي. د دې خونې مشر خان جان الکوزی 

زیاتوي چې دغو ستونزو د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې د پام وړ کموالی راوستی او دوام یې ښايي دوه اړخیزې سوداګرۍ ته د پای ټکی کېږدي. 

ورته مهال یو شمېر پاکستاني رسنیو هم ویلي چې د ۲۰۲۴ کال له جولای څخه د ۲۰۲۵ کال تر فبرورۍ پورې د افغانستان او پاکستان تر منځ ټرانزیټي سوداګري ۶۶ سلنه کمه شوې ده.

مطالب

الکوزی: د پاکستان محدودیتونه
به سوداګریزو چارو ته
د پای ټکی کېږدي

دا خبر نورو سره شریک کړئ