لوګر کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت یوجامع جومات ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د خالد بن ولید جامع جومات، چې د برکي برک ولسوالۍ اړوند، دستګیري سیمه کې جوړ شوی، په یوه وخت کې د ٨٠٠ لمونځ کوونکو ظرفیت لري.
د نیمروز والي او د دغه جومات بنسټګر، شیخ محمد قاسم خالد وویل رسنیو ته ویلي؛ د خالد بن ولید جامع جومات، په پاخه او اساسي توګه په یوه پوړ کې جوړ شوی، چې په یو وخت کې د ٨٠٠ لمونځ کوونکو د ځاېدلو ظرفیت لري.
ښاغلي خالد زیاته کړې؛ چې یاد جومات د دوی په غوښتنه د لوګر يو شمېر سوداګرو له لوري جوړ شوی، چې ١٠ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.
ورته مهال د سیمې اوسېدونکو د ښاغلي خالد او سوداګرو له دغه پیرزوینې څخه مننه کړې او ویلي یې دي، چې له دې وړاندې دغه سیمه کې داسې سترجامع جومات شتون نه درلود.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې محمدآغې ولسوالۍ برګ سیمه کې هم د خلکو په شخصي لګښت یو ستر جامع جومات ګټې اخیستلو ته سپارل شوی وو.