Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پسکوف: د روسیې او امریکا استازي به په ترکیه کې خبرې اترې وکړي.
۲۰ حمل ۱۴۰۴

پسکوف: د روسیې او امریکا استازي به په ترکیه کې خبرې اترې وکړي.

د راپورونو له مخې د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف ویلي، چې د روسیې او امریکا استازي به په ترکیه کې خبرې اترې وکړي. پسکوف له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې دا ناسته به د اپریل پر لسمه نېټه ترسره شي.

 د نوموړي په خبره، په دې خبرو اترو کې به د روسیې د بهرنیو چارو وزارت استازي برخه واخلي. 

د پانګونې په چارو کې د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی کریل دیمیتریف تازه د امریکا له دوه ورځني سفر څخه راستون شوی او ویلي دي چې نوي مذاکرات به وشي. نوموړي امریکا ته د خپل سفر په ترڅ کې د متحدو ایالاتو د ولسمشر له ځانګړي استازي استیو ویتکوف او بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره لیدلي و.

مطالب

پسکوف
د روسیې او امریکا استازي
به په ترکیه کې خبرې اترې وکړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ