Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

دکندهاري فوټسالرانو جام سیالي اتلولي ابراهیمي لوبډلې وګټله
۳۰ جدی ۱۴۰۳

دکندهاري فوټسالرانو جام سیالي اتلولي ابراهیمي لوبډلې وګټله

د کندهار ورزشي جمنازیوم کې د «کندهاري فوټسالرانو جام» په نوم د پیل شویو سیالیو اتلولي، د ابراهیمي لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

یادې لوبې درې میاشتې وړاندې پیل شوې وې چې ۸۰ لوبډلو په‌کې ګډون کړی وو.

د کندهار د ورزش ریاست په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د یادو سیالیو پایلوبې ته د ارین او ابراهیمي لوبډلو وتلې وې چې ابراهیمي لوبډلې د پنالټۍ په شوټونو کې ۴-۳ وګټله.

د سیالیو پای‌لوبې ته د کندهار د بدني روزنې او ورزش ریاست مسوولانو، مشرانو او ګڼ‌شمېر ورزش مینوالو ګډون کړی وو.

په پای کې د بریالۍ لوبډلې لپاره د جام او میډالونو د ورکړې مراسم هم ترسره شول او غوره لوبغاړو ته ځانګړې جایزې ورکړل شوې.

د دې سیالیو موخه ځوانانو ته د ورزش لپاره سالمه فضا برابرول او د فوټسال لوبې د ودې لپاره هڅونه وه. دا ډول پروګرامونه په ځوانانو کې د سالم فکر او روغ بدن د ودې لپاره ګټور تمامېږي.

مطالب

کندهار
کندهاري فوټسالرانو جام

دا خبر نورو سره شریک کړئ