Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پوهنې وزارت: تېر کال مو په هېواد کې ۹۵۴ ښوونيز مرکزونه بیارغولي.
۲۰ حمل ۱۴۰۴

پوهنې وزارت: تېر کال مو په هېواد کې ۹۵۴ ښوونيز مرکزونه بیارغولي.

د پوهنې وزارت خبر ورکړی، چې تېر کال یې په ټول هېواد کې د ۴۵۵ مېليونه افغانیو په لګښت ۹۵۴ اداري او ښوونيز مرکزونه بیارغولي او ګټې اخيستنې ته یې سپارلي دي.

 د یاد وزارت د مالوماتو له مخې ۸۷۱ تدريسي او اداري ودانۍ يې له عادي بودجې او ۸۳ يې د همکارو ادارو په ملاتړ ترمیم کړې دي. 

د پوهنې وزارت په یوه خبرپاڼه کې له خلکو او سوداګرو غوښتي، چې د ښوونيزو ادارو او مرکزونو په ترمیم او جوړولو کې له دوی سره لا همکاري وکړي. 

د یاد وزارت د ملکیتونو د ساتنې او مراقبت مشر سمیع الحق حماس رسنیو ته ویلي، چې دغه ترمیم شوي ښوونيزې ادارې او مرکزونه په ټول افغانستان کې دي.

مطالب

پوهنې وزارت
تېر کال مو په هېواد کې
۹۵۴ ښوونيز مرکزونه بیارغولي

دا خبر نورو سره شریک کړئ