Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

حماس: بنیامین نتن‌یاهو ناپاکه لوبه لوبوي.
۵ حوت ۱۴۰۳

حماس: بنیامین نتن‌یاهو ناپاکه لوبه لوبوي.

حماس ډله وايي چې د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتن‌یاهو غزه کې د اوربند له‌منځه وړو لپاره ناپاکه لوبه لوبوي.

حماس زیاتوي چې اسراییل د غزې اوربند دویم پړاو خبرو پیل ته نه‌حاضرېږي. روان اوربند به د مارچ پر لومړۍ نېټه پای ته ورسېږي.

د حماس د سیاسي دفتر یوه مشر باسم نعیم الجزیرې ته وویل: «موږ باوري یوو چې بیا به هم د اسراییلو ښي اړخی حکومت د خپلو ناپاکه لوبو په مرسته د اوربند هوکړې کمزوري کولو او خرابولو هڅه کوي.»

نوموړي ټينګار وکړ چې حماس لاهم غزه کې شوي اوربند ته ژمن دی.

باسم نعیم همداراز پر اسراییلو تور پورې کړ چې د اوربند لومړي پړاو کې، اسراییلي ځواکونو څه باندې سل فلسطینیان وژلي چې د ده په وینا یې، بشري مرستو ته هم د لېږد اجازه نه‌ده ورکړل شوې.

د اوربند له مخې، اسراییل باید غزې ته د بشري مرستو لېږد ته اجازه ورکړي او بې‌ځایه شوي باید خپلو کورونو ته ستانه شي.

مطالب

حماس
بنیامین نتن‌یاهو
ناپاکه لوبه لوبوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ