په ۲۰۲۴م کال کې ۶۱۰ میلیونو تنو چین ته تګ راتګ کړی
د چين د مهاجرت ملي ادارې د جنورۍ په څوارلسمه نېټه په یوه خبري ناسته کې په ۲۰۲۴م کال کې د دغه ادارې د کارونو عمده شمېرې خپرې کړې دي.
شمېرې ښيي چې تېر ۲۰۲۴ کال کې ۶۱۰ میلیونو تنو چين ته تګ راتګ کړی چې دغه رقم د وړم کال په پرتله په سلو کې ۴۳ اعشاريه نهه زياتوالی ښيي.
دوی دغه راز ویلي چې بهرنيانو ته د ويزې ور کولو اندازه ۲ ميليونه او ۵۹۷ زرو ته رسېدلې چې دا د وړم کال په پرتله په سلو کې ۵۲ اعشاريه ۳ زياتوالی ښيي. د دې ترڅنګ له ويزې پرته چين ته د راغلو بهرنيانو شمېر ۲۰ ميليونه او ۱۱۵ زره و چې د وړم کال په پرتله په سلو کې ۱۱۲ اعشاريه ۳ زيات شوی دی.