Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

هلمند کې د ټرافیکي پېښې له امله ۱۱ کسان مړه او څلور ټپیان شوي.
۲۵ سرطان ۱۴۰۴

هلمند کې د ټرافیکي پېښې له امله ۱۱ کسان مړه او څلور ټپیان شوي.



د هلمند په واشېر ولسوالي کې د کابل-هرات پر لویه لاره د ټرافیکي پېښې له امله ۱۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان دي.

پېښه پرون «سه‌شنبه، چنګاښ ۲۴مه» د واشېر ولسوالي اړوند کارېز سیمه کې د دوو مسافروړونکو موټرو ترمنځ د ټکر له کبله رامنځته شوې ده.

د هلمند د امنیې قومنداني ویاند عزت‌الله حقاني رسنیو ته وايي چې پېښه د موټرچلوونکو د بې‌احتیاطۍ او د ترافیکي اصولو د نه‌مراعتولو له امله رامنځته شوې.

نوموړي وویل: «په یاده پېښه کې له بده‌مرغه ۱۱ تنه هېوادوال خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴ تنه ټپیان شوي دي چې اوس‌مهال د روغتیايي کارکوونکو تر څار لاندې دي.»

د معلوماتو له مخې، په دغه پېښه کې ۵۸۰ ډوله موټر چې له هرات څخه کابل ته روان و، د یوه بل «مونۍ ډوله» موټر سره چې له کابل څخه هرات ته پر لاره و، ټکر کړی دی.

مطالب

هلمند کې د ټرافیکي پېښې له امله
۱۱ کسان مړه او څلور ټپیان شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ