Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اسراییل: قطر دې دوه اړخیزه لوبه ودروي؛ قطر: پارونکې څرګندونې دي.
۱۴ ثور ۱۴۰۴

اسراییل: قطر دې دوه اړخیزه لوبه ودروي؛ قطر: پارونکې څرګندونې دي.



د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتن‌یاهو له قطر غوښتنه کړې چې خپله دوه اړخیزه لوبه ودروي او پرېکړه دې وکړي چې د «تمدن لوري ته دی، که د حماس پر خوا دی.»

قطر چې د حماس او اسراییلو ترمنځ د سولې خبرو د مهم منځ‌ګړي په توګه پېژندل کېږي، د اسراییلو د لومړي وزیر دغه څرګندونې «پاروونکي» بللي دي.

د قطر د بهرنیوچارو وزارت ویاند مجید الانصاري نن یکشنبه، پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي: «د قطر دولت د اسراییلو د لومړي وزیر د دفتر له لوري خپور شوي پارونکي بیانونه په کلکه ردوي، کوم چې د سیاسي او اخلاقي مسوولیت له اساسي معیارونو څخه خورا لرې دي.»

په ورته الانصاري د غزې جګړه د اسراییلو له لوري د تمدن د دفاع په توګه د یادولو له کبله نیوکه کړې او هغه یې، د هغو درواغو روایتونو سره پرتله کړې چې په وینا یې، د ملکیانو وژنې پروړاندې د توجیې لپاره کارول کېږي.

نوموړي همداراز په غزه کې د اسراییلو له لوري روانې کلابندۍ ته هم اشاره کړې او سېسټماټیکه لوږه، له روغتیايي خدمتونو او سرپناه محرومیت او له بشري مرستو د استفادې څرنګوالی یې، د سیاسي ابزار د کارونې په توګه یاد کړی دی.

مطالب

اسراییل
قطر دې دوه اړخیزه لوبه ودروي
قطر: پارونکې څرګندونې دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ