Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د بهرنیوچارو وزارت ویاند: له المان اخراج شوي ۸۱ پناه‌غوښتونکي نن کابل ته رارسېږي.
۲۷ سرطان ۱۴۰۴

د بهرنیوچارو وزارت ویاند: له المان اخراج شوي ۸۱ پناه‌غوښتونکي نن کابل ته رارسېږي.

 د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي چې د المان له حکومت سره له خبرو وروسته، ۸۱ افغان پناه‌ غوښتونکي له دغه هېواده اخراج شوي دي.

بلخي نن سهار (جمعه) پر خپله اېکس‌‌پاڼه لیکلي چې له دې پناه‌ غوښتونکو سره د بېرته راستنېدو ټول اسناد د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي ریاست له‌خوا بشپړ شوي او دا کسان به نن کابل ته راورسېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د قطر له همکارۍ مننه کړې چې د یادو پناه‌ غوښتونکو د بېرته ستنېدو لپاره‌یې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

دغه وزارت ژمنه کړې چې په دېرخه کې به خبرې دوام ولري، څو ټول افغان اتباع چې په آلمان کې دي، وکولای شي په شفافه او معیاري توګه قونسلي خدماتو ته لاسرسی ومومي.

د المان د کورنیو چارو وزارت تر دې وړاندې اعلان کړی و چې د افغان پناه‌ غوښتونکو د بېرته راستنولو لپاره اړینه ده چې له اسلامي امارت سره مستقیم تعامل رامنځته شي.

مطالب

د بهرنیوچارو وزارت ویاند
له المان اخراج شوي ۸۱ پناه‌غوښتونکي
نن کابل ته رارسېږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ