Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ازبکستاني سوداګرو ته افغانستان کې د پانګونې بلنه ورکړل شوې.
۲۷ حمل ۱۴۰۴

ازبکستاني سوداګرو ته افغانستان کې د پانګونې بلنه ورکړل شوې.

 کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر عطاءالله عمري ازبکستان ته د خپل سفر پر دوام د یاد هېواد د اوبو لګولو عصري ټکنالوجۍ وسایلو تولید له کارخونې لیدنه کړې. 

نوموړي دې لیدنه کې ازبکستاني سوداګرو ته په افغانستان کې د پانګونې بلنه ورکړې او په هېواد کې یې د کرنې او اوبو لګولو برخه کې پر موجوده فرصتونو ټینګار کړی دی. 

په ورته مهال د یادې کارخونې مسوولینو افغانستان کې پانګونې ته چمتووالی ښودلی او ویلي یې دي، د افغانستان له اوبو ګټورې استفادې، اوبیزو سرچینو مدیریت او د اوبو لګولو سیسټمونو کې پانګونې ته لېواله دي.

مطالب

ازبکستاني سوداګرو
ته افغانستان کې
د پانګونې بلنه ورکړل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ