Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د سمنګان ـ بلخ پر لویه لار ترافیکي پېښه کې ۸ کسان ټپیان شوي.
۱۰ ثور ۱۴۰۴

د سمنګان ـ بلخ پر لویه لار ترافیکي پېښه کې ۸ کسان ټپیان شوي.

د سمنګانو ولایت ځايي امنیتي مسوولینو خبر ورکړی، چې د سمنګان ـ بلخ پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ کسان ټپیان شوي.

 د د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت‌الله رحماني رسنیو ته ویلي، چې دغه پېښه د سمنګانو ولایت حضرت سلطان ولسوالۍ اړوند سیمه کې د یوې سراچې او سوفیت ډوله موټرو د ټکر له امله را منځته شوې، چې د یوې ښځې او یو ماشوم په ګډون ۸ کسان په کې ټپیان شوي دي.

 رحماني ویلي، چې ټپیان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

مطالب

د سمنګان ـ بلخ
پر لویه لار ترافیکي پېښه کې
۸ کسان ټپیان شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ