Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ټرمپ: د کیېف په پرتله له مسکو سره معامله اسانه ده.
۱۸ حوت ۱۴۰۳

ټرمپ: د کیېف په پرتله له مسکو سره معامله اسانه ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، چې امریکا له روسیې سره ډېره ښه پر مخ ځي او ښايي د کیېف په پرتله له مسکو سره معامله اسانه وي. دا په داسې حال کې ده چې هغه تر دې څو ساعته مخکې ویلي وو، پر دې غور کوي چې پر روسیې باندې له اوکراین سره د اوربند یوې هوکړې ته تر رسېدو پورې د لویې کچې بندیزونه او تعرفې ولګوي. خو هغه وروسته سپینه ماڼۍ کې د خبرو پر مهال ویلي، که د پوتین پر ځای هر څوک وای همداسې عمل یې کاوه.

مطالب

ټرمپ
د کیېف
مسکو

دا خبر نورو سره شریک کړئ