Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

رویټرز: هندي هوایي شرکتونه له اوږدو لارو او لګښتونو سره مخ شوي.
۶ ثور ۱۴۰۴

رویټرز: هندي هوایي شرکتونه له اوږدو لارو او لګښتونو سره مخ شوي.

رويټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې په هندي کشمېر کې پر سيلانیانو تر برید او د پاکستان له خوا هندي الوتکو ته د هوايي حریم تر بندېدو وروسته د هند ایرانډيا او انډيکو مخکښ هوايي شرکتونه د نړيوالو الوتنو د لارو بدلون ته اړ شوي دي. 

په راپور کې ویل شوي، چې د الوتنو د مسیر بدلون د تیلو لګښت زيات او د سفر وخت اوږد کړی دی. هند چارواکو په کشمېر کې پر سېلانیانو برید، چې ۲۶ کسان په کې ووژل شول د پاکستاني ډلو لاس درلودل بللي؛ خو پاکستان په دې بريد کې لاس لرل رد کړي. 

دواړو اټومي هېوادونو یو د بل په وړاندې اقدامات پيل کړي. هند له پاکستان سره د ابو یو مهم تړون ځنډولی او پاکستان خپل هوایي حریم پر هندي هوایي شرکتونو تړلی دی.

مطالب

رویټرز: هندي هوایي شرکتونه
له اوږدو لارو او لګښتونو
سره مخ شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ