لوګر کې د طبیعي او غیرطبیعي پیښو له ۱۲۴ زیانمنو کورنیو سره مرسته وشوه.
لوګر کې له خوښۍ پرته د ټولو ولسوالیو اړوند له هغو ۱۲۴ کورنیو سره نغدي او د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه، چې د طبیعي او غیرطبیعي پېښو له کبله زیانمن شوي وو.
د دغه ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د نشراتو مسؤل محمد ایمل الوزی وایي، د مرستو په دغه بسته کې هرې کورنۍ ته پر ۱۸۰۵۰ افغانۍ نغدو پیسو سربېره، کورنۍ البسه او د ماشومانو د پوښاک زینې توکي هم ووېشل شول.
ښاغلي الوزي وویل، یادې مرستې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له لوري له دوی سره په همغږۍ پر هغو زیانمنو کورنیو ووېشل شوې؛ کوم چې له وړاندې په مرکز پل علم، بره کي برک، خروار، ازرې، څرخ او محمدآغې ولسوالیو کې سروې او ثبت شوې وې.
نوموړي د یاد ریاست د رئیس قاري نورالله محمود له قوله زیاته کړې چې، د ا.ا مسوولین تل هڅه کوي ترڅو د پېښو له زیانمنو او مستحقو کورنیو سره لاډېرې مرستې ترسره کړي او په یاده برخه کې یې د لوګر ولسونو ته ډاډ ورکړی دی.