Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

له اقلیمي بدلون سره مبارزه؛ د لوګر چاپیریال ساتنې ریاست سره د ۳۰۰۰ نیالګیو مرسته شوې.
۲ حوت ۱۴۰۳

له اقلیمي بدلون سره مبارزه؛ د لوګر چاپیریال ساتنې ریاست سره د ۳۰۰۰ نیالګیو مرسته شوې.

د لوګر ولایت د چاپیریال ساتنې ریاست مسوولین، له اقلیمي بدلون سره د مبارزې تر چتر لاندې، د افغانستان راتلونکي نسلونو مؤسسې (FGA) له لوري د ۳۰۰۰ غیر میوه لرونکو نیالګیو د مرستې له ترلاسه کېدو خبر ورکوي.

د یاد ریاست د اطلاعاتو مدیر محمد سمیع صمیم زینت راډيو ته وویل، یاد نیالګي به د راتلونکي پسرلي له پیل سره سم؛ له کرنې او ښاروالۍ ریاستونو سره په ګډه همغږۍ د ښیرازه چاپیریال جوړولو په موخه د ولایت په بېلابېلو سیمو کې کېنول شي.

ښاغلی صمیم وایي، د چاپیریالي ستونزو له منځه وړلو او له اقلیمي بدلون سره د غوره مبارزې په موخه؛ ځانګړې کمېټه جوړه شوې چې د راتلونکې کال پرمهال د نیالګیو کېنولو او ښې پالنې برخې ته به جدي پاملرنه کیږي او زیاتوي چې په یاده برخه کې د کرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمریت او ښاروالۍ ریاست استازو ډاډ څرګند کړی دی.

له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په موخه، د لوګر له چاپیریال ساتنې ریاست سره د ۳۰۰۰ نیالګیو د مرستې خبر داسې مهال ورکول کیږي، چې د چاپېريال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص؛ د چاپیریال ساتنې او له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې د رسنیو له مسؤلینو او خبریالانو د مرستې غوښتنه کړې او په یاده برخه کې یې د دوی پر ارزښتناک رول ټینګار کړی دی.

شفیع الله افغانزی – لوګر.

مطالب

له اقلیمي بدلون سره مبارزه
د لوګر چاپیریال ساتنې ریاست
د ۳۰۰۰ نیالګیو مرسته شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ