Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

امر بالمعروف وزارت: هلمند کې د ۶کلنې نجلۍ د نکاح قضیه محکمې ته سپارل شوې.
۱۱ سرطان ۱۴۰۴

امر بالمعروف وزارت: هلمند کې د ۶کلنې نجلۍ د نکاح قضیه محکمې ته سپارل شوې.



د امر بالمعروف او نهې‌عن‌المنکر وزارت مسوولان وایي، په کم عمر کې ودونه د شریعت خلاف دي او هېڅ‌چا ته د ښځو پر حقونو د تېري اجازه نه‌ورکوي.

د دغه وزارت ویاند سیف السلام خيبر وویل، هلمند کې د هغې ۶ کلنې ماشومې قضیه ارزول شوې او د لاښې څېړنې لپاره یې محکمې ته سپارلې چې یوه ۴۵ کلن سړي نکاح کړې وه.

د مسوولانو په وینا، د نجونو په کم عمر کې ودونه جدي ټولنیزې ننګونې له ځانه سره لري او ډاډ ورکوي چې د ښځو شرعي حقوقو ته به ژمن پاتې کېږي.

دغه څرګندونې داسې مهال دي چې څو ورځې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول چې هلمند کې یوه ۶ کلنه ماشومه ۴۵ کلن سړي ته په نکاح ورکړل شوې ده.

مطالب

امر بالمعروف وزارت
هلمند کې د ۶کلنې نجلۍ د نکاح قضیه
محکمې ته سپارل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ