Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پنجشېر کې د «زمردو» د کانونو ۱۵ نوې سیمې کشف شوي.
۳۱ جوزا ۱۴۰۴

پنجشېر کې د «زمردو» د کانونو ۱۵ نوې سیمې کشف شوي.

د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د زمردو د کان ۱۵ نوې سیمې کشف شوي دي.

د یاد ولایت د کانونو او پټرولیم رییس محمدقاسم امیري نن شنبه، غبرګولي ۳۱مه، سلام‌وطندار ته وویل چې د زمردو دغه سیمې د لومړۍ حصې ولسوالي اړوند سیمه کې د تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري موندل شوي دي.

د نوموړي په وینا، تر دې مهاله یې دغه ولایت کې څه باندې ۶۰۰  د زمرد کان‌کیندونکو ته د فعالیت جواز ورکړی دی.

د پنجشېر د کانونو او پټرولیم رییس محمدقاسم امیري همداراز زیاته کړه چې په ټولیزه توګه دغه ولایت کې د زمردو څه باندې ۱۷۰۰ کانونه ثبت دي چې نږدې ۳۰۰ کانونو څخه د زمردو د استخراج چارې روانې دي.

هغه ټينګار وکړ چې دغه اقدامات د زمردو د استخراج او صادراتو زیاتوالي او د پنجشېر د اوسېدونکو د اقتصادي وضعیت ښه‌والي لپاره تر لاس لاندې نیول شوي دي.

مطالب

پنجشېر کې د «زمردو»
د کانونو ۱۵ نوې سیمې کشف شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ